رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې سعودي عربستان د منځني ختیځ د جګړې پر مهال، د خپل هېواد پر ضد د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې، پر ایران څو نااعلان شوي بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، دغه بریدونه چې تر دې وړاندې یې جزییات نه وو خپاره شوي، د سعودي عربستان له لوري د ایران پر خاوره د مستقیم پوځي
اقدام لومړۍ پېژندل شوې پېښه بلل کېږي. رویټرز ویلي، که څه هم دغه اژانس په خپلواکه توګه د بریدونو دقیق هدفونه نه شي تاییدولی، خو د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد بریدونه د سعودي عربستان د هوايي ځواک له لوري د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترسره شوي دي.








