د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د بنو پر پولیسو مرکز شوی برید په افغانستان کې پلان شوی و. نوموړي خپله اېکس پاڼه لیکلي، ا.ا دا ډول تورونه بېاساسه ګڼي او باور لري چې د ستونزو حل باید د تورونو او ګواښونو پر ځای د تفاهم او متقابل احترام له لارې ولټول شي. مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او ا.ا به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.








