د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې به په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. په راپور کې ویل شوي، په دغو کې نږدې ۱۱.۶ میلیونه ماشومان شامل دي چې د خوارځواکۍ، ناروغیو او د زدهکړو او لومړنیو خدماتو د محدود لاسرسي له امله اغېزمن شوي دي. یونیسف ویلي، افغانستان د سختو بشري کړکېچونو سره مخ دی او اوږدمهاله جګړې، اقتصادي کمزورتیا او طبیعي پېښې یې وضعیت لا خراب کړی دی. همدارنګه د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه محدودیتونه هم د وضعیت د لا خرابېدو یو مهم عامل بلل شوی دی.







