اروپايي ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له خپلو شریکانو سره په ګډه لا هم د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا، زدهکړو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي. په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم د اروپا ورځې په مناسبت له اروپايي ټولنې څخه د افغان ښځو او نجونو د دوامداره ملاتړ له امله مننه کړې ده. یاد بنسټ ویلي، د اروپايي ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې مېندو ته روغتیايي پاملرنه، له زیانمنو کسانو سره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او نور حیاتي خدمات وړاندې کېږي.








