د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار، د ترکیې د «۷۷» شرکت له رییس سلیمان جولیو سره په کتنهکې د هېواد په کچه د برېښنا سکتور د روانو پروژو د پرمختګ او همغږۍ په اړه خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د یاد ترکي شرکت استازو ویلي، چې د ننګرهار ولایت د شیخ مصري په سیمه کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه په ښه توګه مخته روانه ده. دواړو لورو همداراز د بېلابېلو برېښنايي پروژو د تطبیق پر مهال د احتمالي ستونزو د هواري لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا او لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی دی.








