د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او مل پلاوي د چین هانګجو سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سره کتلي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي، چې په دې کتنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ګډې پانګونې په جلب، د ګډو نندارتونونو په جوړولو او د سوداګرو ترمنځ پر ګډو ناستو خبرې شوې دي. د یادې خونې په وینا؛ دې کتنه کې د کندهار او هانګجو سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او ګډې پانګونې جذب په موخه د همکاریو هوکړه هم لاسلیک شوې ده.








