د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بلاروس د صنعت له وزیر سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کابل له لوري د تېلو پر پېر او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي. د غونډې په ترڅ کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د سوداګرۍ د ودې او ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.








