ننګرهار کې پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د افغان – ازبک دوستۍ بڼ جوړیږي. د ننګرهار ولایتي مسوولینو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان او ازبکستان د دوستۍ دا بڼ د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند په ګمبیري سیمه کې جوړ شي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پام کې ده پر دغه بڼ د زردالو، شفتالو او الوچو بېلابېل ډوله ونې وکرل کېږي. خبرپاڼه کې راغلي چې د دې بڼ د ځمکې د لېدو په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال نورالدین عمیر او د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال جمشید ذکروف هم ننګرهار ولایت ته سفر کړی.








