د یوناما سیاسي استازي کارل پاول زینتک د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې له مشر سره په کتنه کې د خصوصي سکټور پر مهمو ستونزو خبرې کړې دي. د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنهکې زینتک ژمنه کړې، چې د خصوصي سکټور ستونزې به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي او د حللارو موندلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د یادې خونې رییس احمد نبيزاده د صنعتکارانو او کانکیندونکو یو شمېر مهمې ستونزې یادې کړې، چې په کې د خامو موادو کمښت، پورونو ته محدود لاسرسی، د ترانسپورټ ستونزې او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ اړتیاوې شاملې دي.








