په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو وروستی وسلهوال برید په کلکو ټکو غندلی دی. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا ډول تاوتریخوالی هېڅکله هم د توجیه وړ نه دی او باید ودرول شي. اروپايي ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او له ټولو اغېزمنو کسانو سره یې د پیوستون اعلان کړی دی. بلخوا، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، هم د هرات د انجیل ولسوالۍ کې د شیعه وګړو پر یوې ټولې د شوي برید په تړاو د خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې وه.








