د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسي، نظارت او ارزیابۍ رییس انجنیر محمد قاسم افغان د دې ادارې د فعالیتونو او لاستهراوړنو په تړاو خبري ناسته کې ویلي، چې یادې ادارې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره ۲۳۳ پراختیایي پروژې په پلان کې نیولې دي. د نوموړي په خبره، په یادو پروژو کې د سړکونو، هوایي پلونو، پر کابل سیند د پلونو او تعمیراتو د جوړولو ترڅنګ د استملاک، د ښار ښکلا او یو شمېر نورې چارې شاملې دي. افغان زیاته کړې، چې د یادو پروژو لپاره څه باندې نهه میلیارده او ۱۲۳ میلیونه افغانۍ د کورنۍ بودیجې څخه ځانګړې شوې دي.








