د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ پلاوي په حیرتان ښارګوټي کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مرستیال حکمتالله رحمتوف او مل پلاوي سره کتنه کې د حیرتان بندر د خدمتونو پر ۲۴ ساعته کولو هوکړه کړې دي. د مسوولینو په خبره له دې سره به د ټرانسپورټي خدمتونو زیاتوالي، لابراتواري خدمتونو ته اسانه لاسرسي او د انتقالاتو پراختیا په ګډون په ځینو نورو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شي. مسوولینو دغه راز ویلي چې له دې سره به د انتقالاتي واګونونو شمېر له ۱۳۰ څخه ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې لوړ شي. دواړو خواو د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد پر اهمیت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی.








