د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله، چې خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه واړول، خپګان څرګند کړى. کرزي سېلاب ځپلو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړي او له ملي سوداګرو، کورنیو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو يې غوښتنه کړې چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د بېړنیو مرستو په رسولو کې خپل امکانات وکاروي او د زیانمنو کسانو لاسنیوی وکړي.








