د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د بلخ ولایت د احصايې ریاست په ۱۴۰۴ کال کې ۱۵۵ زره او ۶۱۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي. د معلوماتو له مخې، په دې کې د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو وېش، د ژوند پېښو ثبت او د پېژندپاڼو اصلاح شامل دي. د یاد ولایت د احصايې رئیس، مولوي عبدالباري انقیادي، ویلي چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش ترڅنګ، د «آسان خدمت» مرکز کې نور اړوند خدمات هم هره ورځ مراجعینو ته وړاندې کېږي.








