د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ایران او امریکا ترمنځ د دوو اونیو لپاره د اوربند هرکلی کړی دی. ګوترېش په یوه بیانیه کې په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، څو په سیمه کې د تلپاتې او هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی، چې د شخړو پای ته رسول د ملکي خلکو د ژوند د ساتنې او د انساني کړاوونو د کمولو لپاره اړین دي.








