د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه د تېر ۱۴۰۴ کال په وروستیو کې په زاهدان او مشهد ښارونو کې د هویت د تثبیت مرکزونه پرانېستل شوي، چې تر اوسه یې د ۲۰ زره او ۷۱ افغان کډوالو هویت تثبیت او اړوند کارتونه یې وېشلي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د تثبیت شویو افغان کډوالو له ډلې د زاهدان ښار مرکز ۹ زره او ۲۵۳ او د مشهد د هویت د تثبیت مرکز ۱۰ زره او ۸۱۸ کسانو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. له بل لوري په تېر کال کې د هېواد دننه د دوه میلیونه ۴۷۲ زره او ۴۱۰ تنو هویت تثبیت شوی او اړوند خدمتونه ورته وړاندې شوي دي.








