د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې ۱۶.۶ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی دی. دغه سازمان په یوه پیغام کې ویلي، چې دا واکسین د شري ناروغۍ د مخنیوي ملي کمپاین په دوو پړاوونو کې ترسره شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې له ۱۹۷۴ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۵۰ میلیونه کسان د واکسین له لارې ژغورل شوي دي. یاد سازمان ټینګار کړی، چې روغتیايي پرېکړې باید د علم او شواهدو پر بنسټ ونیول شي.








