د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې یو شمېر ازبکستاني سوداګر افغانستان ته د درملو د واردولو په برخه کې پانګونې ته چمتو دي. د نوموړي په خبره د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبکستان د درملو ادارې له مسوول عبدالله عزیزوف سره کتلي دي. د راپور له مخې، عبدالله عزیزوف په دې کتنه کې افغانستان ته د باکیفیته درملو د وارداتو او وېش په برخه کې د ازبکستاني سوداګرو د پانګونې چمتووالی اعلان کړی دی. هغه ټینګار کړی چې افغانستان ته به د ازبکستان تولید شوي درمل په هماغه کیفیت وارد شي او د خلکو باور ترلاسه کول به لومړیتوب وي.








