د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماینونو پاکولو او د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالره بودیجه ته اړتیا ده. اوچا زیاته کړې چې میلیونونه کسان په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناپوخته چاودېدونکو توکو له جدي ګواښ سره مخ دي. د راپور له مخې، د هېواد نږدې دوه پر درېمه برخه د ناپوخته چاودېدونکو توکو له امله ککړه شوې ده. دغه سازمان ټینګار کړی چې هره میاشت له ۵۰ څخه زیات کسان، چې ډېری یې ماشومان دي، د دغو چاودېدونکو توکو قرباني کېږي. له دې وړاندې، د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې په افغانستان کې د ماین پاکولو پروګرامونو کې پانګونه زیاته کړي.








