د هرات ځایي چارواکي وایي، چې له دغه ولایت سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا د ورښتونو او سختو توپانونو له امله پرې شوې ده. د ځایي چارواکو په خبره د ترکمنستان وارداتي برېښنا په بند بغرچر سیمه کې د ستونزو له کبله قطع شوې ده. له دې وړاندې هم په همدې سیمه کې د شدیدو ورښتونو له کبله څو وارې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې وه. لخوا، د هرات اوسېدونکي تل د برېښنا له پرلهپسې پرې کېدو شکایت کوي. د دوی په خبره، د برېښنا نشتوالی یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او کاروبارونه یې هم له جدي ننګونو سره مخامخ کړي دي.








