د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې نن ورځ د یاد وزارت په نوښت «د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه په کابل کې جوړه شي. د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه به د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړپوړو استازو په ګډون ترسره شي. سرچینې ویلي، چې په دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همدارنګه د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه خبرې وشي.








