د کانونو او پټرولیم وزارت ازبکستان ته د دغه وزارت د یوه رسمي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی. د یاد وزارت ویاند، همايون افغان، نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پلاوی د کانونو د انسټیټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ جوړ شوی او د ۱۸ فني او مسلکي کارکوونکو څخه تشکیل دی. د نوموړي په خبره، دغه پلاوی د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د رئیس په مشرۍ، د وړتیاوو لوړونې او مسلکي پرمختګ په موخه د یوې میاشتې لپاره ازبکستان ته تللی دی. د چارواکو په خبره، د دې سفر اساسي موخې د فني کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا، له نويو جیوفزیکي ټکنالوژیو سره اشنايي او د اړوندو متخصصینو سره د تجربو شریکول دي.








