د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د نغدي مرستو پروګرام له څه باندې ۲۵ زره کورنیو سره مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې دغه پروګرام له میندو سره مرسته کړې څو د خپلو ماشومانو بنسټیزې اړتیاوې برابرې کړي. یونیسف مخکې هم راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې څه باندې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د میندې او ماشومان د روغتیا، زدهکړې او خوړو د خوندیتوب په برخو کې له جدي او پېچلو ستونزو سره مخ دي.








