د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه تیره ورځ ۲۶۸ کورنۍ را ستنې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۶، د ننګرهار د تورخم له لارې ۸۹، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۵ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینې ویلي، چې ۵۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوي او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.








