د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغان کډوالو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې چې په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. په سیمه کې د دې شورا مشر، محمد شفیق پویل، ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه د سېشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې ډېری دغه کډوال خپله ټوله شتمني په ایران کې پرېښې او په خالي لاس بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي. د هغه په وینا، دغه کډوال سرپناه، پاکو اوبو او د ژوند نورو اساسي خدمتونو ته جدي اړتیا لري. له بلې خوا، په ایران کې د جګړې له پیل سره سم، هلته مېشتو افغان کډوالو هم له رسنیو سره په خبرو کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.








