په غور ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه د غور- هرات لویې لارې د شهرک ولسوالۍ په کوتل صلاح خانه سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۸ تنه ټپیان شوي دي. د یادې پېښې ټپیان د دره تخت روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې لامل د موټرچلونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی ښودل شوی دی








