په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په پکتیکا کې د نښتو له کبله ماشومان او کورنۍ بېځایه شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو کورنیو ډېری یې اوس په ښوونځیو او د خپلو خپلوانو په کورونو کې اړولي دي. هغه وایي، چې د یونیسف ډلې دغو کورنیو ته د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ او د خپلو شریکانو په ملاتړ روغتيايي او د خوړو کڅوړې برابروي. دا مرستې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضيکرښې په اوږدو کې نښتې او ترینګلتیاوې دوام لري.








