د ننګرهار په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې د دوو کورونو د خونو چتونو لوېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د غنيخېلو ولسوالۍ اړوند د ۲۵مې ویالې سیمه کې شوې ده. دغهراز د نازیانو ولسوالۍ په لنډۍ سیمه کې هم د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله دوه تنه ټپيان شوي دي. د یادو پېښو ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.








