د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د هیواد په ۲۴ ولایتونو، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان، تخار، کندوز، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، روزګان، دایکنډي، بامیان او غور ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کړی. د معلوماتو له مخې، د باران کچه له ۱۰ تر ۴۵ ملي مترو او د باد چټکتیا له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې ښودل شوې، همداراز په لوړو او سړو سیمو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً درنې واورې ورېدو اټکل هم شوی.








