په فاریاب ولایت کې د میمنې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د تېر ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې ۱۳۳ میلیونه ۱۵۶ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. دمسوولینو په خبره دغه عواید د جوازونو د وېش، صفایي کتابچو، د هټیو د کرایو او نورو بېلابېلو برخو څخه راټول کړل شوي دي.








