د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په ازبکستان کې د افغاني تولیداتو په څلور ورځني نندارتون کې شاوخوا ۸۰ سلنه محصولات پلورل شوي دي. د مسوولینو په وینا، دغه نندارتون چې په تاشکند کې جوړ شوی و، د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې هم پهکې لاسلیک شوې دي. ګډونوالو دا نندارتون د افغانستان د صادراتو د پراختیا او د نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره مهم فرصت بللی او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې کړې ده.








