د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې یې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د مسوولینو په خبره دغه عواید د مارکېټونو، دروازو، جوازونو د وېش، د غرفو له کرایي او همدارنګه له ښاري خدمتونو څخه ترلاسه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې له یادو عوایدو څخه ۸۸ میلیونه افغانۍ په بېلابېلو پروژو مصرف شوي او پاتې یې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.








