د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتواته سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې راتواته د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې په افغانستان کې د خپلې دندې د پای ته رسېدو اعلان وکړ او خپل راتلونکي ځایناستي ته یې د بریا هیله څرګنده کړه. د راپور له مخې، دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.








