د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرون د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوی دی. سرچینې ویلي، چې په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغو محصولاتو کې وچې او تازه مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او ډول ډول مشروبات شامل دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون اساسي موخه د افغانستان د تولیداتو او صادراتي وړتیاوو معرفي کول او نړیوالو بازارونو ته د هغوی د لاسرسي پراخول دي.








