د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (ډبلیو ایم او) راپور ورکړی چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۵ کلونو پورې ۱۱ کاله د تاریخ تر ټولو ګرم ثبت شوي کلونه دي او ۲۰۲۵کال د تاریخ دویم یا درېیم تر ټولو ګرم کال ثبت شوی دی. د راپور له مخې د هوا او سمندرونو تودوخه لا هم په زیاتېدو ده او د کنګلونو ویلې کېدل هم دوام لري او د شدیدې ګرمۍ په ګډون سختې اقلیمي پېښې د درنو ورښتونو او پراخو زیانونو لامل شوي دي. د هوا پېژندنې نړیوال سازمان دغه راز خبرداری ورکړی چې د ځمکې د انرژۍ د انډول نشتوالی په تېرو ۶۵ کلونو کې خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی. د هوا پېژندنې د سازمان په دې راپور کې ویلي، چې د ځمکې اقلیم د تاریخ په هر وخت کې ډیر بې ثباته دی، ځکه چې د شین کوریزو ګازونو غلظت د اټموسفیر او سمندرونو د تودوخې او د کنګلونو د ویلي کېدو د دوام لامل شوی دی.








