د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (کېسياېناې) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کېم جونګاون بیا ځلې د شمالي کوریا د دولت د چارو د رييس په توګه وټاکل شو. د راپور له مخې، د دغه هېواد د ولسي اسمبلۍ لومړۍ غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوې او په یاده غونډه کې به په سوسیالیستي اساسي قانون کې پر تعدیلاتو او زیاتونو او دغه راز د دولتي چارو د کمېسیون د ريیس او نورو دولتي مشرانو پر ټاکلو بحث وشي.








