د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د څرخي پله له زندان او وزیر محمد اکبر خان روغتون څخه د لیدنې پر مهال د بنديانو او ناروغانو وضعیت ارزولی دی. نوموړي له بنديانو غوښتي چې له خوشې کېدو وروسته د زده کړو او کار لور ته مخه کړي. هغه د معتادينو روغتون د وروستۍ پېښې د ټپيانو پوښتنه هم کړې، د اختر مبارکي یې ورکړې او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي ډاډ یې ورکړی.








