د سره صلیب نړیوالې ټولنې خبر ورکړی، چې دوی د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي. سرچینې که څه هم د مرستې اندازه نه ده مشخصه کړې، خو دا یې ویلي چې دا کورنۍ سرپناوې نه لري او په خلاصو ځایونو کې اوسېږي. د سره صلیب په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې به د بېړنیو اړتیاوو په برخو کې د دغو کورنیو لاسنیوی وکړي.








