د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمتالله اېرګاشیف، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي، ګېل برتران سره انلاین غونډه کړې ده. ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دواړو لورو د سیمې د امنیتي مسایلو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت او د افغانستان په تړاو د ازبکستان او اروپايي ټولنې د همکاریو د پراخېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.








