په عراق کې د امریکا پر یوه مهم ډیپلوماټیک مرکز د بېپيلوټه الوتکې برید شوی دی. رویټرز خبري اژانس د واشنګټن پوسټ د یوه راپور په حواله ویلي، شپږ ډرونونه د بغداد په یوه کمپلېکس کې توغول شوي چې یو یې د امریکا پر تاسیساتو لګېدلی او نور یې د دفاعي سیستمونو لهخوا شنډ شوي دي. دغه مرکز د امریکايي ډیپلوماتانو لپاره د لوژستیکي اډې په توګه کار کوي او د بغداد هوايي ډګر ترڅنګ او د عراق څو پوځي اډو ته نږدې موقعیت لري.








