ایران ټایمز په یوه طنزیه تبصره کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته توند پیغور ورکړی او لیکلي یې دي، چې ټرمپ حتی ونه توانید چې په نیویارک کې د خپلې خوښې ښاروال وټاکلی شي، نو څنګه به وکولای شي د ایران لپاره مشر وټاکي. په تبصره کې راغلي چې د ایران د راتلونکي او مشرتابه پرېکړه د ایران د خلکو حق دی، نه دا چې یو بهرنی سیاستوال د هغې په اړه پرېکړې وکړي. لیکوال په طنزي ډول ټرمپ ته ویلي چې د داسې څرګندونو او ماتې پر مهال باید لږ شرم وکړي، ځکه د دوی په وینا هغه په وروستیو سیاسي شخړو کې ماتې خوړلې او له سختو فشارونو سره مخ دی. تبصره زیاتوي چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه او د هغوی د مشرتابه په اړه څرګندونې نه یوازې بې پایلې دي، بلکې د نړیوال سیاست فضا هم نوره ترینګلې کوي.







