د هرات د اسلامکلا بندر مسوولینو ویلي، چې د ایران روانو کړکېچونو سره سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد عادي روان دی. دوی وایې، هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستانه ایران ته او نږدې ۷۰۰ له ایرانه افغانستان ته تګ راتګ کوي. چارواکي وایي، چې پر بازارونو جدي څارنه روانه ده او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې بیې لوړې نه کړي. ورته مهال، ځینې هېوادوال له حکومته غواړي چې په بازارونو کې پر بیو څارنه وکړي او د وارداتي توکو پر ځای د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.








