د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې مجتبی حسیني خامنهيي د خپل شهید پلار ایتالله علي خامنهیي د ځایناستي په توګه ټاکل شوی دی. لوړ پوړو ایراني چارواکو په یوې ویډیو کې چې په ایراني رسنیو کې خپره شوې ویلي، چې «د خامنهیي نوم به دوام ومومي.» د دوی په خبره «رایه ورکړل شوې او ډېر ژر به اعلان شي.» دوو ایراني سرچینو تېره اوونۍ رویټرز ته ویلي وو، مجتبی خامنهیي چې د خپل پلار تر سیوري لاندې یې په امنیتي ځواکونو او سوداګریزو شبکو کې لوی نفوذ درلود، د نوې رهبرۍ لپاره تر ټولو مخکښ کس دی.








