د ا.ا رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر، داتو محمد انور ابراهیم سره پر ټلیفون د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري په اړه خبرې کړې دي.د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړي ویلي ستونزې په مذاکراتو حل کیږي خو د تېري پر مهال له ولس دفاع مشروع حق دی. د مالیزیا لومړي وزیر هم ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي وضعیت خواشیني کړی او هیله څرګنده کړې، چې روان کړکېچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.








