د هلمند ولایت د کلیو بیارغونې او پرختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي. دغه شبکه د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند لوی کارېز کلي کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د مالوماتو له مخې په یاده شبکه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۴۵ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۳۴۳۳ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۱۱۸ شیردانونو نښلول شامل دي.








