د راپورونو له مخې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په تېرو ۵ ورځو کې د ۸ هېوادونو د لغوه شویو الوتنو شمېر له ۲۰زرو لوړ شوی دی. د الوتنو د مهالوېش له مخې؛ له پاکستانه منځني ختیځ ته ټولټال ۱۴۵ الوتنې لغوه شوې دي. دغه راز په خلیجي هېوادونو کې د بېړنۍ تخلیې له امله د دوبۍ، ابوظبي او شارجه هوايي ډګرونو څخه ۱۶۷ ځانګړې الوتنې ترسره شوې دي. د راپورونو له مخې؛ د روانو بریدونو له امله په ریاض او دمام کې هم هوايي عملیات اغېزمن شوي، چې د چهارشنبې په ورځ ۵۷ الوتنې لغوه شوې او ۴۶ وځنډول شوې.








