د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، نن د هیواد په ۹ ولایتونو، هرات، بادغیس، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندوز، تخار او بدخشان کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی. د سرچینې په خبره د باران کچه له ۵ تر ۳۰ مليمترو او د واورې اندازه له ۵ تر ۳۰ سانتيمترو پورې اټکل شوې ده.








