د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی” خو یادو ادارو خبرداری ورکړی، چې ښايي په ایران کې روانه جګړه د کډوالۍ بې سارې څپه رامنځته کړي. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارو په هغه راپور کې چې د ایران د جګړې له پیل وړاندې خپور شوی راغلي، چې که چیرته د ایران د نفوس یوازې ۱۰ سلنه خلک کډوالۍ ته اړ شي نو دا به د وروستیو لسیزو د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه وي. تمه ده د را روانې پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې ۲۷غړي هېوادونه اروپا ته د ورتلونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي. تیرکال افغانان د هغوو کډوالو په ډلهکې وو چې د پناه تر ټولو ډیر غوښتنلیکونه يې ورکړي دي.







