د جوزجان امنیتي مسوولینو ویلي چې د جوزجان-سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون درې تنه مړه شوي او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپیان دي. د جوزجان امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته د دوو کوچنیو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د یادې پېښې لامل د ترافیکي اصولو سرغړونه ښودل شوې ده.







