د لبنان حزب الله ډلې ویلي، چې د اسراییلو پر ضد یې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي او د دغو بریدونو مسوولیت یې منلی دی. حزب الله ډلې په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دغه اقدام د وروستیو پېښو او پر لبنان د اسراییلي بریدونو په ځواب کې شوی.







